| لمړي مخ | مونږ څوك يو | هدف | زمونږ سره اړيكې:
دصوفي روانشناسۍ ټولنې په هكله
د صوفي روانشناسۍ ټولنه د هغو قابليتونو او استعدادونو جوړولو ته توجه وركوي ، كوم چې په هر يو كس كې پټ دي، تر څو مونږ په توافق ، يوالي،توازن او امن كې ژوند وكړو. نادر عنقا په خپل كتاب امن كې هغه دوه پوښتنې كړي دي، كومې چې دبشر د كړو وړو كنجي ده.
۱.. كامل بشر څنګه جوړيدلى شي؟
۲.. كامله ټولنه څنګه جوړيدلى شي؟
غربي روانشناسۍ د مختلفو سلوكونو تشريح ته توجه وركوي او د هغو بنيادي او بنسټيزو اصولو پلټنه نه كوي كوم چې د بشر كړه وړه تنظيم كوي. نوي غربي روانشناسۍ خلكو ته ښودنه نه كوي چې څنګه په مثبت ډول په ځان كې پارونكى او دايمي تغير راولي . او پدى هم نه ده قادره شوي چې خلكو ته وښيي چې څنګه په امن او قناعت كې ژوند وكړي. ورځني خبرونه د نارضايت ، بخل، فساد، جنګ ګړې اود نورو انسانانو د قتلولو په مسالونو ډك دي.
بعضې روانشناسان د مثبتې روانشناسۍ پلټنه كوي. څو تنو ، په خاص ډول ابراهم مسلو، هغه كسان ښودلي دي كوم چې دمعيار – د ځان حقيقت ، مكمل فعال بشر – طرف ته روان دى. البته روانشناسان په دې ندې توانيدلي چې هغه اسباب وښيى كوم چې خلك د اوچتو درجو ته رسوي.
د تاريخ له مخې يوه مرجع شته دي كومې چې د ۱۴۰۰ كلونو لپاره په مسلسل ډول مطلوب نتايج مينځ ته راوړي دي: دا نتيجه د تشويق شوي ، اهل ، راِِضي ، تخليق كوونكي ، ګټور او مكمل فعال انسانان كوم چې د ځان سره هم په امن كې دي او د ژوند سره هم. هغه منبع اسلامي تصوف دي.
د صوفي روانشناسۍ ټولنه د يوګروپ خلكو له خوا تاسيس شوي ده كوم چې په كومك كوونكو مسلكونو كې وو او په خپله يې بنيادي او مثبت تغيرات په خپلو ژوندونو كې مثبت تغيرونه د نادر عنقا د تصوف د تعليماتو په واسطه ليدلي وو. څوك چې د مكتب طريقت شاه مقصودي د اسلامي تصوف ښوونځي پير دي.
د صوفي روانشناسي بنيادي هدف تعليمي دي _ چې مخ پر زياتيدونكې علم او تعليمي كړنلارې چې په اسلامي تصوف كې استعماليږي د نورو سره شريكول ، تر څو ټول هغه مخلص كسان مكمله وده وكړي او په امن كې ژوند وكړي تر څو د لا بهترې ټولنې په جوړيدو كې كومك وكړي.
د صوفي روانشناسۍ ټولنه يو د ګټې نه اخستلو، د ماليه څخه مستسنى ، خيريه تنظيم دى چې ټول كار كوونكي ييې رضاكاران دي. هيڅ يو كس د ټولنې سره د همكارۍ عوض نه اخلي.
د صوفي روانشناسۍ هدف د خپرونو ، پلټنو ، وركشاپونو ، سيمينارونو ، غونډو، پناه ځايونو ، او د نورو هغو كارونو كومك كول دي كوم چې د صوفي روانشناسۍ په هكله تعليمي معلومات عوامو ته وړاندې كوي. ډيره توجه په هراړخيزه تماس باندې ده ، او هر چاته چې په دې كې دلچسپې ولري ښه راغلاست وايي. د مختلفو او رنګ په رنګ خلفيو او مسلكونو خلكو ته ښه راغلاست وايو. روح نه جنس نه رنګ او نه قوميت لري.
بريښناليك: sufipsy@comcast.net.
پوستي آدرس:
۹۹۸۵، هوارن سړك، كور سكرامنتو CA 95827
د تيليفون شميره: ۹۱۶- ۳۶۸-۵۵۳۰
د فكس شميره: ۹۱۶- ۹۲۳-۱۲۰۱
تيليفون: ۹۱۶-۳۶۸-۵۵۳۰
فكس : ۹۱۶-۹۲۳-۱۲۰۱
د مجلې بريښنا ليك : spajournal@gmail.com د تصوف : د روح پوهنه. د ويب پاڼه: www.islam.info
د MTO د تصوف ښونځى د تصوف د عامو اصولو او د نن ورځى په عصري ټولنې د هغه د تطبيق په هكله د نورو معلوماتو لپاره www.islam.info ته ولاړ شى.
| بيرته پورته | لمړي مخ
©2008
Sufi Psychology Association®. All rights reserved.