banner sprouts

 

 

 



retreat center

پناه ځايونه

خپل روح تغذيه كړي

د غره ځنګ ته په سرو لرګيو كې د خاموش پر امنه او د غور نه ډكې رخصتۍ تيرولو فرست. خپل روح د مهمانوازۍ، ګرم او مينه ناك ماحول كې تغذيه كړي. بدن به مو استراحت وكړي ، ذهن به مو خاموشه شي ، منفي جذبات به په وره كيدلو شي او روح به مو سندرې وايې. له طبيعت سره او له خپل داخلي وجود سره بيا ارتباط پيدا كړي.

پناه ځايونه په كال كې څلور ځلې په يوې زړې ماڼۍ كې د تمالپيس په غره او د ګولډن گيټ پل سرته رسيږي. خواړه ډير اعلى دي او تغذيه كوونكي . پناه ځايونه د جمعې په ماښام د مزيدارې ماښامني ډوډي سره شروع كيږي چې د يكشنبې تر غرمې پورې دوام كوي. د بيده كيدلو لپاره غټې خونې دي چې څو دانې يو نفري كټونه لري. او روجايي هم وركول كيږي. موبايلونه ، راديوګانې ، تلويزيون اوداسې نور شيان منع دي.

 

د پناه ځاي تجربې

موازينه :. د قوت د متوازن كولو او د كراره خوځيدلو قوي تمرينونه

طبيعت. ښايسته جارو شوي لاري چې شاه او خوايې صفاء ويالې چې په يو پر امنه د سرو لرګيو په ځنګل كې واقع دي.

تنفس. ژور، كراره ، دوباره قوت وركوونكي او تبديلونكي

ژور غور يا فكر. ذهن خاموشه كول او د وصولولو حالت حاصلول

شاعري. د تصوف د استادانو د مينې مشهورو اشعارو ته غوږ نيول

د ځان د پيژندنې تمرينونه. د عادت له نمونو نه د داخلي وجود طرف ته نور ورتلل

ذكر. د روح د صفا كولو او د شفا لپاره آوازونه كول

 

د ۲۰۰۷_۲۰۰۸ پناه ځايونو جنتري

اكتوبر ۲۶ – ۲۸ ، ۲۰۰۷

فبروري ۲۲ –۲۴ ، ۲۰۰۸
فبروري ۲۳ –۲۵ ، ۲۰۰۸
آګسټ ۲۲ –۲۴ ، ۲۰۰۸
اكتوبر ۲۴ – ۲۶ ، ۲۰۰۸

>> د پناه ځاي د ثبت نام فورمه ښكته كړي

فيس ، د دو شپو لپاره اوسيدل ، مزه داره ډوډي ګانې ، هميشه موجود چاى او كافي په دې مصرف كې شامل دي. قيمت ‎$315‎ دالر دي، كه د پناه ځاي له شروع كيدو څخه ۳ هفتې مخكې تاديه شي او ‎$350‎ دالر كه د پناه ځاي د شروع كيدونه درې (۳) هفتو كم وخت كې تاديه شي.

 

 

|  بيرته پورته  |  لمړي مخ

©2007 Sufi Psychology Association®. All rights reserved.