
صوفي روانشناسي : د روح پوهنه
د تصوف روانشناسي يوه وده كوونكي روح پوهنه ده كومه چې د انسان په داخل نه په خارج باندې ولاړه ده نو ځكه دې ته د روح علم وايي.
د ودې كلمه د فرانسوي كلمې راپرانستلو يا راخلاصولو څخه اخيستل شوي ده. ددې په مختلفو معانا ګانو كې د يو قسم قدم په قدم ودې كولو، د پراخيدلو ، د قوي كيدلو ، د فعالولو او د قدم په قدم پراستلو ماناګانې هم شاملې دي.
د بشر د ودې مطالعه په غربې روانشناسۍ كې په فزيكي ، زهني او اجتماعي بدلونونو كوم چې د انسان په عمر كې معمولا مينځ ته راځي، په تشريح باندې ولاړه ده. په بله معنى دا پر وخت او كلتور سخته ولاړه ليدنه ده. دا طريقه مونږ ته نه وايې چې څنګه د معياري بشر او يا معياري ټولنې پرانستل ، پراخيدل او وده كول راوپاروو. اكر چه تشريح مونږ ته دغه رنګه وده كول ډير مهم ښودلي دي.
د ودې كولو د تشريح لپاره نادر عنقا د تخم قياس استعمالوي . د ونې تقدير ټول په تخم كې دى. ټول جوړيدونكي شيان _ بيخ، پوستكى، ولۍ ، شاخونه، پانې ، غوټۍ _ په يو وړوكى تخم كې دي. ددې لپاره چې وده وكړي مونږ يې بايد په ځمكه كې خښ كړو او اوبه ورته وركړو. كه تخم ونه كرل شي نور څه مهم نه دي. ځكه چې آخر به وروست شي او بې له پوهيدلو به له مينځه ولاړ شي. كه په خاوره كې وده وكړي نو دوباره به حاصل وركړي. دا په خپله پوره دي. د تخم نه په خپله بوټۍ جوړيږي، دا ځكه چې په خپل وجود باندې مستقيماً اتكا لري. نه په نورو تخمونو باندې. مونږ هم بايد داسى ووسو. تاسي گوري چې تخم مونږ ته پاڼې او ونه راكوي د ونې پانې په تخم كې څنګه ښكاريږي دغه وړوكى تخم پاڼو ته شكل وكوي. مونږ نه پوهيږو چې څنګه . دا پيداكيږي ځكه چې د ژوند معنى پيدا كيدل دي.
مونږ خپل تخم لرو چې كولاى شو ويپيژنو، دا زمونږ په بدن كې اوسيږي كوم چې د خاوري مثال لري. تخم څه شي دي؟ تخم زه ، د بشر رښتينې پيژندنه. دا بايد په زړه كې پيدا شي . ددې لپاره ماحولياتي حالات بايد برابر شي. ژور فكر د تخم لپاره ځمكه او مناسب حالات برابروي. مونږ يو زه لرو هغه تخم كوم چې بايد وكرل شي تر څو وده وكړي. چې كله يې پيدا كړي نو وده به وكړي او په هر بل څيز به حاوي شي. اديان د برخې ته خداى وايي. په وده كولو سره مونږ د علم حقيقت په بيخ، پاڼه، ولۍ او تخم كې هر چيرته ګورو. د هر تخم لپاره باغوان شته . مونږ بايد باغوان ته غوږ ونيسو. هر څوك په خپل ځان كې حقيقت لري چې بايد پيدا كړى شي. دا د فكر خبره نه ده بلكه دا د وحيه مسٰله ده . زه هيخ كله فكر نه كوي.
تخم راښكاره كيږه او وده كوي او بلاخره غوټۍ كيږي چې ميوه ونيسي. ولۍ د ځمكې نه خوراك اخلي او بوټۍ پورته خيژي د لمر طرف ته كوم چې ددې د پاتي كيدلو لپاره ضروري دي. مختلف تخمونه ددې لپاره چې وده وكړي مختلفو وختونو ته ضرورت لري. د مالټې ونه څلور كاله وروسته ميوه نيسي. د مڼې ونه درې كاله وروسته. اجواين دوه مياشتې وروسته ميوه نيسي خو د خرما ونه پس له دريشو كلو . بوټۍ يواځې په هغه وخت كې د تخم وعده پوره كوي چې ميوه ونيسي. او د ونې حقيقت مينځ ته راوړي. مختلف بوټۍ مختلف وختوته اخلي چې ثمرته ورسيږي.
بشرهم همدا رنګه دى. وده د هغه څه پرانستل دي كوم چې تر مخه په داخل كې موجود دي او هغه زمونږه د استعدادونو غوټۍ دي. د بشر په هكله دا د آينده ژوند لپاره تيارى نيول هم دي. نادر آغا مونږ ته ښيى چې په مونږ هر يو كې دا سې خه شته چې هغه مونږ تګ ته تشويقوي. يو علم ، يو شوق او خواهش د پوهيدلو مونږ مينځ ته رواوړي. چې كله مونږ له دروازې تير شو مونږ له هغه سره يو كيږو. لكه د مور په رحم كې ته له هغه سره هميشه يوځاى يې. جنتې پلار له مونږ سره شته _ هر څه چې كوو او هر چرته چې زو_ خوړل ، تلل، او بيده كيدل. له هغه نه جدايى نه شته. كه مونږ خپل استعدادونو ته وده وركړو او له الهى معبود سره يوځاى ياستو كوم چې خداى دى نو مونږ به هم هميشه ووسيږو. حقيقت او د ژوند اصليت هميشه او نه مړيدونكى دي.
په خپل كتاپ امن حضرت پير مونږ ته وايې: هغه څه چې ماشوم يې كوي چې كله پيدا شي د تعليم وده ده كوم چې تر مخه د هغه په وجود كې عملي شوي دي. دا د طبيعت مهرباني ده . مونږ دنيا ته لكه خالي تابليتونه نه داخليږو . خپل لاس ته وګوره او فكر وكړه چې دا سهولياتي وسيله د څه لپاره استعماليږي... هره عضله ، هډوكۍ ، عصبي رشته د يو ميراثي علم په واسطه رهنمايې كيږي. نور مثالونه يې د آواز څپې دي چې زمونږ غوږونه يې تجزيه كوي، زمونږ د سترګو د عدسو خلاصيدل او بدليدل ددې لپاره چې د اشياوو توپير وكړي _ دواړه د وجود د سيستم وده كول دي. مونږ د ټولو سامانونو او پوهې سره راځو كومه چې د تللو او خبرو لپاره ضروري دي. او دا به بهتره وى چې مونږ د وروستنۍ مو لږ كولاى او پخوانى مو ډير كولاى .
هر بشر د مختلفو خصوصيتونو او پراخو قابليتونو سره پيدا كيږي . متسفانه ماشومان وروسته د كورنۍ ، ټولنيزو او تعليمي تجربو تابع ګرځول كيږي په كوم كې چې داسې خلك دخيل دي چا چې د پوهې او ودې د اصلي معنى پيدا كول له نظره غورځولي دي. او دغه غلتې علمي طريقې د هغوى د قابليتونو او استعدادونو د نه ودې كولو سبب ګرځيږي. پيغمبر محمد ص وايي : هر يو انسان د كان په شان دى _ سره زر ، سپين زر او زيور . د هغوى ښه والى رابرسيره كړى تر څو په امن كې اووسيږي. د تصوف روانشناسي د قدم په قدم ودې كولو ښودنه كوي تر څو داخلي قيمتي خزانه پيدا كړاى شي.
| بيرته پورته | لمړي مخ
©2007 Sufi Psychology Association®. All rights reserved.