صوفي روحي طبابت
راځي د انسان د تخم سره د يو رنګوالي قياس ته دوام وركړوصوفي روحي طبابت د مناسبې ودې په مخ كې د خنډونو په لري كولو توجه كوي تر څو د تخم د مكملې ودې كولو لپاره ضروري شرايط برابر كړي. كه تاسې غواړي چې يو تخم ښه وده وكړي نو ځمكه بايد مناسبه خوراكي اجزا ولري، او هغه منطقه بايد كافي نه ډير د لمر رڼا ولري او هلته بادونه نه وي. تخم او وده كوونكې بوټى بايد له شديد درجه حرارت او طوفانونو څخه وساتل شي. له كرلو نه مخكې ځمكه بايد صفا وي _ غټ كاڼي بايد لري شي. ليري شوي كاڼو څخه جوړې شوې چارديواريانې د سلونو كلونو لپاره پاتې كيږي. كه كومه زړه ونه وي بايد غوڅه كړى شي_ دا لرګي د ااور د خاشاكو په حيث استعماليدى شي. چې كله ونې غوڅې كړى شي نو د هغوى د وليو راويستل سخت كار دى . هغوي ژوري ځي . هغه ځاى چې ګنډ بوټي ولري بايد صفا شي تر څو ځمكه لمر ته خلاصه وي.بيا ځمكه بايد واړول شي.
باغبان ضروري دي، ځكه چې تخم بايد بې وخته ونه كرل شي. باغبان پوهيږي چې كله تخم وكري او د هغې په شوروالي پوهيږي. مختلف تخمونه مختلف ژوروالي ته ضرورت لري. خشاوه بايد انتخابي وي بعضي اقسام د بوټو په بعضي ځايونو كې د ځينو بوټو له شاوخوا راشنه كيدلو سره ښه حاصل وركوي _ هغه بوټي چې حشرات او پرازيت له بوټو ليري ساتي. اوبه بايد د هر بوټي له نوع سره په اندازه برابري وي ، بوټي ته تكيه بايد وركړل شي صرف د ضرورت په صورت كې.لرګى وركول او څپره جوړول د ځينو بوټو لپاره ضروري وي. او بلاخره اكثره بوټي له احتياط ډك اصلاح كولو ته ضرورت لري.
پير نادر عنقا ښودنه كوي چې د تخم طبيعې خصوصيات ، د ماحول سره سازش، اهليت ، وده كولو عوامل يې او د ژونديو برخو مكمل هماهنګې ټول په دغه تخم كې ايښودل شوي او ساتل شوي دي. كه يو څوك د ونې ډډ ، شاخونو، پاڼو او ميوې ته ښه توجه وكړي او هغه مسلط شوي قوت اووګوري چا چې ددې ښاسته ونې جوړښت شكل او ټول پټ خصوصيات رهنمايې كوي، يو كس په آسانۍ سره په دې تخم كې اصلي پيژندنه پيدا كولاى شي. په انسان كې هم همدا حال دي. دا ليدنې تر فزيكي او احساساتې مشاهدو پورې تړلي نه دي.
كه ذهن له هغو جاذبيتونو څخه صفا شي، كوم چې په باندنې دنيا كې وجود لري ، او ددې رابطه له فزيكي دنيا سره غير مهمه وګرځي نو دا به د پوهنې له منبع نه رڼا واخلي چې زړه دي. ذهن به لكه پاكې شوې هندارې په ډول شي، چرته به چې د زړه حقيقت منعكس شي او د هغې پوهنې اظهار به وكړي چې د بدن له حدودو څخه بهر ده. كله چې ذهن صفا هنداره شي د نامحدود علم د منبع چې زړه دى څخه به معلومات اخلي نه ده حواسو نه.
كه دا وقع نه شي نو راغونډ شوي معلومات صرف ياداشتونه دي چې د ذهن د فايلونو په سيستم كې وجود لري، او په حجره كې د جاري عمل له وجهې به هر يو ياداشت په مناسب وخت كې به ظاهر شي. د وصول كولو حقيقت يو سراب وګرځيږي. او چې څومره يو كس دحجرې عمل او عكس العمل طرف ته ميلان كوي په همغه اندازه به حواس د ياداشتونو طرف ته توجه وكړي. څومره چې مونږ د ياداشتونو نفي كوو هغومره د زړه د صفايي خواته نږدې كيږو. ددې مثال د ځمكې څخه د بيكاره بوټو راويستل دي، او دا د راويښ شويو زړونو حقيقت دي. مشهور صوفي پروفيسور عنقا په پيغام د روح كې مونږ ته وايې :
د زړونو راويښيدل د روح او د حقيقت د وجود د مساوات په نقطه كې دي. كه شپږ شرطونه له شپږو اعمالو سره يوځاى شي نو په تاسو كې به د رهبريت علامه راپيدا شي.
شپږ شرطونه
۱.. د افكارو راغونډول
۲.. د ضمير خبرتيا
۳.. الله ته په رسيدو كې تحمل او صبر
۴.. د لوظونو ساتل اوثابت قدمي
۵.. په خداى مكمل اعتماد
۶.. د نظر صافوالۍ
شپږ بشپړوونكي اعمال
۱.. د ځان پاكوالى
۲.. په تنهايې ( خلوت )كې فكر كول
۳.. حقيقت په پيژندلو كې كوشيش كول
۴.. په باندنې او داخلي قوتونو راغونډول
۵.. د مرتبو په ختلو كې يو رنګي
۶.. آرامي حاصلول
چې كله د يو مريد زړه دا دولس اوصول په ځان كې ولري د هغه ځان او ژبه به د غلتو كارو څخه محفوظ وي.
| بيرته پورته | لمړي مخ
©2007 Sufi Psychology Association®. All rights reserved.