banner sprouts

 

 

group movement

 

 

تمركز

تمركز د تصوف د غور كولو عمل دي، د كوم توجه او نتايج چې له هغه څه څخه چې په غرب كې ورته وايې مختلف دي. د تمركز تمرينونه نظم او كوشيش دواړو ته ضرورت لري، تمرينونه فعاله تماس وركونكي او مثبت پاخه نتايج وركوي. حتا د ابتدايې زده كوونكو لپاره .

دا عملي او د فايدې ډكې طريقې په ذهن كې تمركز او خاموشي پيدا كوي كوم چې يو كس د راحت او خاموشى ، امن حالت ته رسوي. دا تمرينونه زمونږ د وجود د ټولو نه ژور او روحي مادې سره دوباره ارتباط تشويق كوي د غور كولو د طريقو په مسلسل استعمال سره ممكنه ده چې د بدن ذهن او روح تر مينځ يو قوي اتحاد مينځ ته راشي.

د تمركز يو مهم عنصر موازنه ­_ په خوځيدلو باندې غور كول_ ده. دا زمونږ د قوتونو د نمونو څخه پوره خبرتيا ده. موازنه د داخلي توفق اظهار دى، كوم چې د مينې شعلې بلوي.

 

د تمركز بنيادي عناصر

د تمركز بنيادي عناصر د لاندې تمرينونو منظم او بادسپلينو عملي كول دي:

موازينه : د عملي حالتونو مجموعه او په كراره خوځيدلو د تمرينونوڅخه عبارت دي كوم چې د بدن ۱۳ غټو اليكتروميګنيتكي مركزونو ته د انرژي جريان تحريك ، منظم او تعادل كوي.

د زهن صفاوالي مونږ توانوي چې خپل ځانونه د هميشنې فكري طريقو څخه آزاد كړو، خپل احساساتي ردعمل كنټرول كړو ، په اوسني حال كې ساده اوسيږو، او د توجه لپاره جسماً او زهناً تيارۍ ونيسو.

تنفس د تنفس تمرينونه د ساه اخيسلتو په وزن، په وخت، عمق باندې توجه كوي، مناسب اكسيجن وركول تامينوي ، مهمې پروسې منظم كوي، او رد عمل كموي، خاموشه كوونكي او شفاء وركوونكي پروسې واقع كيدل ممكن كوي.

عميق راحت عميقه ستومانتيا او جمع شوي فشارونه ف لري كوي او د ستريس مخالفت كوي، تر څو بدن قوت او روغتيا حاصله كړي.

تصور كول په ځان د انتقاد ، د فكر منفي عادتونه او فكرونه نفي كوي، او مثبت احساسات ، تجربې او درك كونې تشويقوي.

توجه كول                      توجه كول مركزي ذهني سيستم تربيه كوي، د مداخلې رايجې طريقې له مينځه وړي، او مونږ ته په يوه نقطه باندې د توجه كولو لكه د ليزر شعاع ، ښوونه كوي.

تمركز د تمركز تمرينونه په كانفرانسونو كې شامل دي او د پناه ځايونو لپاره بنيادي تعليمي طريقه ده. د تمركز ټولګي په مختلفو صوفي مركزونو كې په دوام داره توګه وړاندې كيږي.

په تمركز باندې د نورو معلوماتو لپاره . www.tamarkoz.org

 


|  بيرته پورته  |  لمړي مخ

©2007 Sufi Psychology Association®. All rights reserved.